اسلام آباد۔7مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د عمران خان”عدالت څخه مې بچ كړئ“ تحریک به هم په وېډيو لنك وچلولے شي٬ دا هغه دے كوم چې څلور كاله حكومت هم په وېډيو لنك چلولے٬ اوس عدالت ته وائي زه به په وېډيو لنګ عدالت ته وړاندې شم٬ عدالت بايد په ليډر او ګيدړ كښې فرق وكړي٬ عمران خان بايد عدالت ته زر تر زره وړاندې كړے شي۔ د نهې په ورځ د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې دې ووئيل د هېواد په تاريخ كښې مو داسې تورن نه دے ليدلے كوم چې عدالت راوبلي ٬ بيا د هغه انتظار وكړي او هغه پېش نه شي او عدالتونو ته دا اووائي چې زه به په وېډيو لنك پېش شم۔ دې ووئيل دا هغه سړے دے چې په لانګ مارچ كښې يۍ خلق په ګولو ويشتل كېدل او هغه د پلستر سره په زمان پارك كښې وېډيو لنك ته ناست وو۔ هغه وائي زه عدالت بچ كړئ تحريك چلول غواړم٬ دا عدلت بچ كړئ نه عدالت نه ما بچ كړئ تحريك دے۔ دې ووئيل نواز شريف به سره د خپلې لور هر ورځ عدالت ته وړاندې كېدو۔ دې ووئيل نواز شريف ته معلومه وه چې هغه كوم جرم نه دے كړے۔ دې ووئيل عمران خان په توشه خانه، فارن فنډنګ او د خپلې لور په كېس كښې عدالت ته وړاندې نه شو ٬ ځكه چې هغه ځواب نه لري۔ دې ووئيل عمران خان فارن ایجنټ دے ٬ هغه د كلاس فور د لارې مني لانډرنګ كړے ٬ د خېرات پېسه يۍ په سياست لګولې ۔ دا سړے تر نن ورځې په كوم هم كېس كښې وړاندې نه شو ولې چې هغه ته معلومه ده چې دا ټول جرمونه هغه كړې دي۔ دې ووئيل عدالتونه بايد په سمدستي توګه عمران خان انصاف سره مخ كړي۔ كه هغه عدالت ته نه وړاندې كېږي نو د ګرفتارۍ په وارنټ دې ګرفتار كړے شي او عدالت ته دې وړاندې كړے شي۔
د عمران خان”عدالت څخه مې بچ كړئ“ تحریک به هم په وېډيو لنك وچلولے شي٬ دا هغه دے كوم چې څلور كاله حكومت هم په وېډيو لنك وچلولو٬ عدالت بايد په ليډر او ګيدړ كښې فرق وكړي٬ عمران خان بايد عدالت ته وړاندې كړے شي٬ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا