اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه و??ير محمد اسحاق ډار د سيرت النبي(ص) په رڼا كښې د پاكستان د تعليمي نظام بيا د سره جاج اخستلو په حاجت زور راوړلو سره و??يلي بايد تعليمي نظام د كردار سازۍ، تكنيكي پرمختګ ، روحاني او اخلاقي اقدار او صلاحيتونو ښكاره كولو ته پام لرنه كولو سره په ګڼ اړخيزه نقطه نظر اډانه وي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د نهي په و??ځ د عيد ميلاد النبي صلي الله عليه و??لم په لړ كښې سيرت النبي صلي الله عليه و??لم كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندې د دې كنفرنس سرخط “رياستي تعليمي نظام،رسول الله صلي الله عليه و??لم د تعليماتو په رڼا كښې “منتخب كړې شوي ؤ،چې پكښې د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين ،د مذهبي چارو وفاقي سيكرټري ذوالفقار حيدر نه علاوه د بيل مكاتب فكر سره تعلق لرونكو علمائے كرامو، مشائخ ،سفارت كارو، مصنفينو او محققي??و ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم په خپل خطاب كښې ووئيل د تعليم مقصد يواځي مادي كاميابي نه بلكه روحاني نشوونما او صلاحيتونو ښكاره كولو لپاره د ټولني ښېګړه كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ده ??وئيل پاكستان كښې نظام تعليم د كڼو چيلنجونو سره مخ دے۔تعليمي ادارے شته خو د تربيې كمې دے۔حاجت د دې خبري دے چې د تعليمي نظام بيا د سره جاج ??اخستلے شي او هغه د سيرت النبي صلي الله عليه و??لم په رڼا كښې مرتب كړې شي دغسې چې زمونږ نسلونه نه يواځي علم ترلاسه كړي بلكه د هغوي تربيه هم د اسلامي اصولو له مخې وي۔ده د مذهبي چارو وزير له تجويز وركړو چې د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې او علماء كرامو تجاويز شاملولو سره د تعليم وزارت سره په ګډه د دې جاج ??اخلي او ضروري اصلاحات وكړي۔اسلام كښې د تعليم په اهميت رڼا اچولو سره ده ??ړومبې نازل شوې قرآني آيت “ولولۍ د خپل رب په نامه سره چا چې نړۍ پيدا كړي ” او نبي كريم صلي الله عليه و??لم ګڼو احاديث حواله ئې وركړه۔ده ??وئيل تعليم د وګړو د ښېګړې لپاره مهم كردار ترسره كړې۔علم انسانان په ښه او بد كښې د تميز كولو جوګه كوي۔ده ??وئيل اسلام په هر مسلمان علم ترلاسه كول فرض كړې او په دې لړ كښې رياست د وسائلو وركولو ذمه و??ر دے۔ده ??وئيل د تعليم د لارې انسان خپل خداداد صلاحيتونه كاروي او د ټولني په نشوونما كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔بايد مونږ دا خبره باوري كړو چې زمونږ تعليمي ادارے نه يواځي دنياوي علوم كښې ممتاز وي بلكه په دې كښې د اسلامي اخلاقيات او روحانيت هم مهم كردار وي۔اسحاق ډار د سوشل ميډيا او نور جديد مواصلاتي ذريعو متعارفي كيدو نه پس د ټولني او په خاص توګه د ځوانانو په اخلاق د هغې په منفي اثرات خبري كولو سره ووئيل علمائے كرامو ، تعليم پوهانو او زمونږ د ټولو ذمه و??ري ده چې د دې صورتحال مخنيوي او د نوي نسل اخلاق ښه كولو له خپل كردار ترسره كړو۔ده ??وئيل سماجي انصاف د اسلامي نظام تعليم يوه مهمه برخه ده،دې لپاره بايد مونږ د تعليمي نظام هغه اقدار له و??كړو۔محمد اسحاق ډار هېواد كښې د مذهبي او عصري تعليمي نظام ترمينځه په تقسيم هم رڼا واچوله۔ده ??وئيل د يو متحد او كوټلې نظام تعليم ترمخه د دين او دنيا دواړو علومو ښه تعليم وركولې شو۔په دې موقع نائب وزيراعظم د نبي كريم صلي الله عليه و??لم حيات طيبه او په تعليمات بيل كيټيګريز كښې د كتابونو ښه مصنفينو سره سره حمد او نعت او د كنفرنس د سرخط مناسبت سره په مقالاجات انعامونه هم وركړل۔
د سيرت النبي(ص) په رڼا كښې د پاكستان تعليمي نظام بيا د سره جاج اخستلو ته اړتيا ده،بايد كردار سازۍ، جديد تكنيكي تعليم ته پام لرنه وكړې شي۔نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری