اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د اسلام آباد پوليس اے اېس آئي زاهد حسېن له په ښه پیشه وره خذمات د ستائنې سرټيفكېټ او نغد انعام وركړے ۔جاري شوي پرېس رېليز له مخې سب انسپكټر زاهد حسېن د 12 جولائي 2021 په مهال وسله لرونكے كس پارليمنټ هاؤس ته د داخلېدو څخه منع كړے ؤ ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر زاهد حسېن ته په وخت كاروائي او د ښې كاركردګۍ په څرګندونه پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي زاهد حسېن په وخت كاروائي كولو سره پارليمنټ هاؤس كښې ناخوشګواره پیښه ناكامه كړی٬د امن او امان صورتحال برقرار ساتلو او د اولس د ځان او مال حفاظت باوري كولو كښې د پوليس كردار د ستائنې وړ دے او د اسلام آباد پوليس ديانتدارۍ سره خپله وظيفه ترسره كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سېكرټرېټ ته كورنيو چارو وزير ته د اسسټنټ انسپكټر زاهد حسېن د ښه پیشه وره خذمت په اعتراف كښې شولډر پروموشن وركولو لپاره د خط لېږلو هدايت هم كړے
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د اسلام آباد پوليس اے اېس آئي زاهد حسېن له په ښه پیشه وره خذمات د ستائنې سند او نغد انعام وركړو
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش