اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر او د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك د اېم كيو اېم پلاوي سره ملاقات كړے ۔د وزيراعظم عمران خان په خاص هدايت خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بې باورۍ تحريك ناكامه كولو لپاره فعاله شوے ٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬وفاقي وزير اسد عمر او د دفاع وزير پروېز خټك په اسلام آباد كښې د اېم كيو اېم پلاوي سره ملاقات كړے ۔په دې مهال خارجه وزير د وزيراعظم عمران خان لخوا مهم پېغام د اېم كيو اېم مشرانو ته ورسولو۔خارجه وزير ووئيل د ملاقاتونو لړۍ به روانه وي۔د اېم كيو اېم په مشرانو كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق٬جاوېد حنيف او صادق افتخار شامل وو۔په دې موقع د اېم كيو اېم پلاوي ووئيل پيپلز پارټي غلط بياني كوي۔
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا