اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاك بحريه زمونږ سر په فخر بلند كوي. د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل چې محدود وسيلو سره هم پاك بحريه زمونږ په ساحلونو خپله نګراني روانه ساتلې ده او ټولو لاس وهونكو ته د څپېړې ځواب په سوك وركوي. ده ووئيل چې مونږ د خپل هېواد په ضد ټول سازشونه شنډولو ته هوشيار يو او هوشيار به يو. زبردست ، مونږ فخر كوو.
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado