پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې سمندر پورې پ??كستانيانو تل هېواد لپاره په ??ړه پورې او مثبت سوچ سره خپل كردار ترسره كړے دے٬ د كرم په ??وان وضعيت د سمندر پورې پ??كستانيانو د اندېښنو او جذباتو احترام كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرم ضلعې په ??وان وضعيت سمندر پورې پ??كستانيانو سره په ګورنر هاؤس كښې آن لائن وېډيو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ??ې موقعه په ??ن لائن سېشن كښی پاړا چنار كښې د مرستې په فعاليتونو خبرې وشوې۔ په ??ن لائن وېډيو کنفرنس كښې په ??مريكا ٬ كان??ډا ٬ كوېت ٬ شارجه ٬ لندن ٬ فرېنکفرت او د منځنۍ آسيا او اروپا هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ګډون كولو۔ په كنفرنس كښې د ګورنر په مشرۍ كښې د يوې كمېټۍ په ??شكيل كولو اتفاق وكړے شو۔ ګورنر هائوس ، هلال احمر خېبرپښتونخوا او سمندر پورې پ??كستانيان به د مرستې كمېټۍ غړي وي۔ کمېټي به د پاړا چنار په ??مول په كرم ضلع كښې د ريليف كارونو تندولو او د نورو آسانيو برابرولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل د پاړا چنار اولس دا مهال په ??پلو سيمو او كورونو كښې محصور شوي دي۔ د پاړا چنار په ??مول كرم ضلعې ته د دويانو او خوراك په ??مول د نورو ضروري څيزونو رسولو كښې سمندر پورې پ??كستانيان مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په پاړا چنار كښې د لارې بندېدو له امله د مرستې سامان ځپليو سيمو ته رسول يوه سنګينه مسئله جوړه شوې ده۔ ده ووئيل زما په هداياتو هلال احمر خېبرپښتونخوا د روزانه په ??نياد آئي ډي پيز ته خوراك او د ضرورت نور سامان رسوي
د كرم په روان وضعيت د سمندر پورې پاكستانيانو د اندېښنو او جذباتو احترام كوؤ : فېصل كريم كنډي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی