اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي چې هند ترهګرۍ ځپلې نه دې بلكې په سوئيلي آسيا كښې ترهه ګرۍ ته وده وركوي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې منېر اكرم سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې ووئيل هند له كال 1989څخه تر دې دمه په مقبوضه كشمير كښې 96 زره نه زيات كسان شهيد كړي او په دې مهال نزدې 23 زره مېرمنې كونډې شوې او 11 زره نه په زياتو مېرمنو تشدد شوې دې٬ دغسې يو لك نه زيات كورونه او سكولونه ويجاړ كړې شوي دي۔ هغه ووئيل د 5 اګست 2019 نه په جموں وكشمير كښې 9 لكه نه زيات هندي عسكر تعينات دي او په كشميري ځوانانو ظلم او زياتې كوي۔ منېر اكرم ووئيل چې پاكستان تېر كال يو بشپړ او په حقائق اډانه ډوزئير جاري كړې وو په كوم كښې چې د كال 1989 څخه د هندي قابض ځواكونو د جنګي جرمونو د 3 زره 432 پېښو آډيو او وېډيو شواهد شامل كړې شوې وو۔ هغه د سلامتي كونسل نه غوښتنه وكړه چې هغه دې د دې جرمونو د مصدقه ثبوتونو نوټس واخلي د جنګي جرمونو او د بشري قوانينو په خلاف ورزيو كولو دې هندي اهلكار ځواب وركوؤنكي وګرځوي۔ هغه ووئيل هند د پاكستان په ضد د ترهګرۍ روانو كارروايو مشري ٬ مالي مرسته او ملاتړ كوي په كومو كښې چې د پاكستان په ضد د افغانستان له خاورې څخه شوې ترهګري هم شامل ده۔ هغه ووئيل د هندي استخباراتي ايجنسۍ په مرسته ټي ټي پي او جے يو اے په پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې ككړ ده۔ هغه ووئيل په كال 2020 كښې د پاكستاني پوځ او وګړو په ضد د يو زر نه زيات د پولې پورې غاړه څخه بريدونه وكړې شول۔ په 23 جون 2021 لاهور او په 14 جولائي 2021 كښې داسو كښې چينائي او پاكستاني انجينئران ووژلې شول۔ منیر اکرم د سلامتی کونسل پام د كال 2020 په فرورۍ مياشت كښې په نوي ډيلي كښې شويو مسلم مخالف فساداتو او د مسلمانانو د وژنو پېښې پلو هم وګرځولو۔ هغه ووئيل په هند كښې د روزانه په بنياد مسلمانان په نښه كولې شي۔ تېر كال په هند كښې په كليساګانو 400 بريدونه وكړې شول۔ هغه ووئيل دوه اونۍ وړاندې د هندو انتها خوښو لخوا د هند د مسلمانانو د نسل كشۍ اعلان وكړې شو۔ هغه ووئيل سلامتي كونسل له به د جینوسائیډ واچ د مشر د خبرې نوټس اخستل وي چې په هند كښې نسل كشي څنګه كېدې شي
هند په سوئيلي آسيا كښې ترهه ګرۍ ته وده وركوي٬ سلامتي كونسل دې د هندي جرمونو د مصدقه ثبوتونو نوټس واخلي ٬ په جنګي جرمونو او د نړيوالو بشري قوانينو سختو خلاف ورزيو په كولو دې هندي اهلكار ځواب وركوؤنكې وګرځولې شي٬ منېر اكرم
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania