اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف وئېلي دي زمونږ حكومت امپورټډ نه٬عمران خان امپورټډ دے٬عمران خان له د 50 لكه كورونو جوړولو ٬د بهر څخه د 200 اربه ډالرو پور په مخ ملازه وېشتلو او د خپلې كاركردګۍ په اړه جلسو كښې اولس ته څه وئېل پكار دي٬د عمران خان تكبر او د خپلو غړو او اتحاديانو سره د هغه د سپكاوي رويه د هغه حكومت ختمولو لپاره مونږ له مرستياله ثابت شوه٬مونږ له د پارليمان پشمول د ټولو آئيني ادارو عزت په ځاې ساتل دي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې خواجه آصف ووئېل زمونږ آئيني ادارو په سپينو ټكو دا خبره كړی چې آئين د هېواد مقدس دستاويز دے او د پارليمان پشمول ټولې ادارې خپلې خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده ووئيل مونږ په آئيني توګه يو وزيراعظم اخوا كړے چا ته هم ټېليفون نه دے راغلے۔ده ووئيل د عمران خان تكبر او د خپلو غړو او اتحاديانو سره د هغه توهين آمېز رويه د هغه حكومت ختمولو لپاره مونږ له مرستياله ثابت شوه۔
زمونږ حكومت امپورټډ نه٬عمران خان امپورټډ دے٬عمران خان له د 50 لكه كورونو جورولو٬د بهر څخه د 200 اربه ډالرو پور په مخ ملازه وېشتلو او د خپلې كاركردګۍ په اړه جلسو كښې اولس ته څه وئېل پكار دي۔د دفاع وزير خواجه آصف قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria