اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير ??رت??یٰ سولنګی د پاكستان او قزاخستان ترمينځه په اولسي كچه د رابطو ، د كلتوري پلاويو ت??ادلو او د رياستي ميډيا ادارو ت??مينځه همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي رياستي ميډيا اطلاعات ته د رسېدو مهمه ذريعه ده٬ پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم غړو سره ژورې ٬ تاريخي او كلتوري اړيكې لري۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ په پاكستان كښې د قزاخستان سفي?? یرژان کسټافن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د ميډيا په څانګه كښې د همكارۍ په مضبوطولو ٬ په اولسي كچه رابطو ته د ودې په وركولو او د سيمه ايزې وضعې په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې په پاكستان او قزاخستان دواړو هېوادونو كښې د رياستي ميډيا ادارو دفترونو په جوړولو صلاح يوه شوې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې نګران وفاقي وزير ??رت??ی سولنګي ووئيل پاكستان قزاخستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ت??مينځه د اولسي كچې رابطو ٬ د كلتوري پلاويو ت??ادلو اود رياستي ميډيا ادارو ت??مينځه همكارۍ ته به لا وده وركول وي۔ ده ووئيل پآ ټآ وي او رېډیو پاکستان د دواړو اړخونو اطلاعات ته د رسېدو مهمه ذريعه ده۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اطلاعات او سماجي پرمختګ وزارتونو ت??مينځه د مفاهمت يادښت لاس ليك كېدو په معامله هم بحث وشو۔ په دې لړ كښې د پاكستان او قزاخستان د اطلاعات وزيرانو ت??مينځه د زوم ميټنګ په كولو هم موافقت وكړے شو۔ ??رت??یٰ سولنګی ووئيل د اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) او نیشنل کمپنی قزاخ انفارمېشن ایجنسۍ ترمينځه په كال 2018ء كښې ميډيا همكارۍ لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك شو?? ؤ۔ ده ووئيل پاکستان د شنګھائی مرستې تنظيم او اقتصادي مرستې تنظيم يو مهم غړے دے٬ د اېس سي او راروانه غونډه په قزاخستان كښې كيږي۔ ده ووئيل اېس سي او سيمه ايزو هېوادونو سره د اړيكو بحالولو يو فعاله پلېټ فارم دے۔ ده ووئيل پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم غړو سره ژورې ٬ تاريخي او كلتوري اړيكې لري ٬ زمونږ ګتې او مقاصد په پراخه كچه يو بل سره تړون لري۔ په دې مهال د قزاخستان سفیر د پاكستان او د قزاخستان د اطلاعات او سماجي پرمختګ وزارتونو ت??مينځه د مفاهمت يادښت لاس ليك كولو له نګران وفاقي وزير ته د قزاخستان دورې كولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل د قزاخستان صدر به راروان كال كښې د پاكستان دوره كوي او د ده دا دوره به تجارتي لحاظ سره زياته مهمه وي چې ورسره به دوه اړخيزه تجارت لا وده ومومي۔ نګران وفاقي وزير ??رت??ی سولنګي په دې موقع د دواړو هېوادونو ت??مينځه د تجارت او سرمايه كارۍ موقعو لا زياتولو په شمول نزدې معاشي اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت هم رڼا واچوله
د پاكستان او قزاخستان ترمينځه د رياستي ميډيا ادارو دفترونو جوړولو ته اتفاق۔ رياستي ميډيا اطلاعات ته د رسېدو مهمه ذريعه ده٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د قزاخستان سفير يرژان كسټافن سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر