اسلام آباد۔11جنوری(اے پی پی)د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز چارو لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمو?? اشرفي وئيلي دي چې په جنېوا كنفرنس كښې ګردې نړۍ د پاكس??ان په مشرتابه د باور څرګندونه كړې ده ٬ سېلاب ځپليو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف او د اتحادي حكومت هڅې د ستائنې وړ دي٬ په دې سخت وخت كښې ملګرو هېوادونو پاكس??ان ځانله نه دې پرېښودلې۔ د شورؤ په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې د پاكس??ان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمو?? اشرفي ووئيل چې اولس ته به دا وئيل وي چې د خلافت راشده نظام څه وو٬ د مدينې رياست څنګه وو؟ اولس ته به دا ښودل وي چې نبي كريم (ص) خلفاﺀ راشدين ته كوم نظام وركړے وو هغه يۍ څنګه نافذ كړو ؟په كوم كښې چې يو قوي تن په يو كمزوري ظلم نه شو كولې۔ ده ووئيل د مدينې رياست خبرې كول آسان دي ٬ د مدينې په رياست كښې احتساب وي انتقام نه وي٬ هر چا ته انصاف د كور په درشل ترلاسه كیږي۔ ده ووئيل پاكس??ان علماﺀ كونسل او دې سره تړلې ج??اع??ونو پرېكړه كړې ده چې د جمعې په خطبو كښې به د سيدنا صديق اكبر په فضائلو ٬ د خلافت راشده په نظام او د مدينې په رياست خبره كولې شي۔ ده ووئيل پاكس??ان ته په موجوده حالاتو كښې د وزيراعظم شهباز شريف د هڅو په نتيجه كښې زياته كاميابي ترلاسه شوې ده۔ په موجوده مشرتابه نړۍ يو باور لري او د دې تفصيلات به وزيراعظم په خپله بيان كړي۔ ده ووئيل د پاکس??ان علماء کونسل او دې سره د پېوست ج??اع??ونو لخوا وزيراعظم او د ده د ډلې هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل دعرب هېوادونو او په خاص توګه د سعودي عربس??ان مننه كوؤ كومو چې زمونږ ملګرتيا وكړه۔ ده ووئيل خلكو به سحر ماښام پروپېګنډا كوله چې پاكس??ان په معاشي توګه ډيفالټ كېدو پلو روان دے، دوئي ته هم وئيل غواړو چې پاكس??ان زمونږ د ټولو دے ٬ كومې خبرې سره چې پاكس??ان كمزورې كېږي هغه بايد مونږ كښې څوك هم ونكړي۔ مونږ له به پاكس??ان مضبوط جوړول وي۔ ده ووئيل زمونږ ملګري هېوادونه به كه لويے څښتن ته منظور وي پاكس??ان ډيفالټ كېدو له ورنكړي۔ د چين ٬ سعودي عربس??ان ٬ متحده عرب امارات او نورو هېوادوو لخوا پاكس??ان سره مرسته مخ په زياتېدو ده۔ د توقع نه مو زياته كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل وزيراعظم په ذاتي توګه ټولو نړيوالو لارښودو سره رابطې وكړې٬ د تحريك انصاف ځينې ملګرو په دې ټكونه وكړل۔ ده ووئيل عمران خان خو خپله هم جنېوا ته غوښتلو له تلې وو٬ عمران خان به هم خپل دور كښې غوښتلو له تللو وركړې له نه۔ ده ووئيل په څيزونو كښې به مونږ له د خپل هېواد او م??ت سوچ كول وي او هم دې سره به مخ په وړاندې تلل وي۔
په جنېوا كنفرنس كښې ګردې نړۍ د پاكستان په مشرتابه د باور څرګندونه كړې ده٬ حافظ محمد طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم