پېښور۔29 نومبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام ع??ي وئيل?? دي چې په صوبه كښې د ګورنر راج لګولو هېڅ امكان نشته٬ د جمهوريت بقا لپاره مو زياتې هڅې كړې دي٬ غېر جمهوري ګام څنګه پورته كولې شؤ؟ اسمبليو څخه مستعفي كېدو سره مسئلې نه حل كېږي٬ له ټولو ټاكنو څخه وړاندې بايد انتخابي ا??لاحات وكړې شي۔ په ګورنر هاؤس كښې خبريالانو سره خپلو خبرو كښې حاجي غلام ع??ي تحريك انصاف ته مشوره وركړه چې هغوي ?? استعفاګانو وړاندې كولو په ځائې په اسمبليو كښې پاتې كېدو سره خپل جمهوري كردار ترسره كړي٬ په سباؤن كښې د كومې ټګۍ څخه بچ كېدو لپاره د ټاكنو نه وړاندې اصلاحات ضرور?? دي۔ ده ووئيل د كے پي كے اسمبلي تحليل كول زما كار نه دے دا اختيار اعلی وزير سره وي۔ ده ووئيل د اعظم سواتي په ګرفتارۍ راته افسوس شوے بياهم په روانه وضعه كښې به ټولو له د خپلو حدونو خيال ساتل وي۔ ده ووئيل د صوبې په ناوړه معاشي حالت كښې به زه د اعلی وزير نه دوه قدمه وړاندې ځمه۔ ده ووئيل كه زما وزیراعلیٰ هاؤس ته تللو سره د صوبې معاشي حالت كښې ښه والې راتللې شي نو زه به سي اېم هاؤس ته په تللو وياړ محسوس كړم۔ اعلی وزير او د هغه د كابينې كوم وزير رابطه كړې او نه يۍ مباركي راكړې٬ دا د هغوي ظرف دې زه خو خپله د خلقو كورونو ته ځم۔
مستعفي كېدو سره مسئلې نه حل كېږي٬ ټول ټاكنو څخه وړاندې بايد اصلاحات وكړې شي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علی
مضمون کا ماخذ : کڑک