اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئيلي دي چې په نړيواله كچه به تحفظ ناموس رسالت صلی الله عليه وآله وسلم ، اسلاموفوبيا، د فلسطين او كشمير مسئلې لپاره په ګډه كار كول وي. د اتوار په ورځ د تركيې د مذهبي چارو وزير په مشرې كښې 5 كسيزه پلاوي په اسلام آباد كښې د مذهبي چارو د وزارت دوره وكړه. په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د مذهبي چارو سېكرټري او نورو چارواكو سره يو ځائ د درنو مېلمنو هركلې وكړو. د تركيې پلاوي ته د وزارت د بېلا بېلو چارو په اړه بريفنګ وركړے شو. په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل چې د اسلام اصل څېره او درست تعليمات په نړۍ كښې معرفي كول اصل چېلنج دے. ده ووئيل چې په نړيواله كچه به تحفظ ناموس رسالت صلی الله عليه وآله وسلم ، اسلاموفوبيا، د فلسطين او كشمير مسئلې لپاره په ګډه كار كول وي. د تركيې د پلاوي مشر ډاكټر علي ارباش ووئيل چې د پاكستان وزارت ټول نكات مهم او د عمل وړ دي. ده ووئيل چې تركيې لپاره په مثبت جذباتو او تلپاتې ملاتړ د پاكستاني اولس او حكومت مننه كوو.
په نړيواله كچه به تحفظ ناموس رسالت صلی الله عليه وآله وسلم ، اسلاموفوبيا، د فلسطين او كشمير مسئلې لپاره په ګډه كار كول وي. د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil