اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د سباؤن چيلنجونو مخنيوي لپاره اتحاد، ايمان او په محنت سره كار كولو ته اړتيا ده،د هېواد پرمختګ لپاره به قام له د خپلو صلاحيتونو نه ځان خبرول وي، حکومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي، په نړيوال سياست كښې د اخلاقي اقدارو كمے دے،نړۍ كښې امن او پرمختګ لپاره به نړيوال سياست كښې اخلاقي اقدار خپلول وي،قامونه يواځې په قدرتي وسائلو نه بلکه په فکر او سوچ سره پرمختګ كوي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ ايوانِ صدر كښې د نېشنل سيکورټي ورکشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل حکومت د كامياب جوان پروګرام ترمخه کاروباري قرضې وركوي، د بلوچستان ځوانانو او ميرمنو له د حکومتي قرض اسکيمونو په اړه خبرتيا وركولو ته اړټيا ده۔ صدر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او په کورونا وباء قابو موندلو لپاره د پاکستان د کاميابيو ذکر کولو كښې ووئيل بايد نوے نسل هېواد مخ په وړاندې بوتللو له خپله توانائي خرڅ كړي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل تعليمي ميدان كښې کاميابۍ سره مونږ په وړومبې صف كښې خپل مقام ترلاسه كولے شو،د هېواد پرمختګ او مسئلو حل لپاره به د ډلو او ذاتي ګټې نه غير كار كول وي۔ صدر ووئيل نړۍ د فيك نيوز غوندې لوي چيلنج سره مخ ده،ځوانانو له د فيك نيوز مخنيوې لپاره خبرتيا او تعليم وركولو ته اړتيا ده۔دې څخه وړاندې د ورکشاپ منتظمينو صدر مملکت د ورکشاپ د اغراض او مقاصد وپه اړه خبر كړو
د هېواد پرمختګ لپاره به قام له د خپلو صلاحيتونو نه ځان خبرول وي، حکومت د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه كوي، د صدر ډاکټر عارف علوي د نېشنل سکيورټي ورکشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته وينا
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada