لاهور 12جون (اے پي پي)د پڼجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي پشمول د قامي اسمبلۍ غړو د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع د وفاقي بجټ او سياسي او حكومتي چارو خبرې وشوې۔د پنجاب ګورنر په اولس دوست وفاقي بجټ خارجه وزير د قامي اسمبلۍ سپيكر او د اسمبلۍ غړو ته مباركي وركړه۔په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې اپوزېشن په پارليمان كښې دننه او بهر منفي سياسي كوي٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل چې وزيراعظم عمران خان كومه ذاتي ايجنډا نه لري۔هغه د هېواد پرمختګ او استحكام غواړي۔ده ووئيل چې د هېواد او قام د خذمت مشن به په كاميابۍ سره روان ساتلې شي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو