اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ راتلونكې غونډې په اړه په مهو چارو هم بحث وشوه. په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د اپوزيشن د عدم اعتماد د تحريك به په آئيني طريقه ځواب وركوو، اپوزيشن به د عدم اعتماد په تحريك كښې كله هم كامياب نه شي. ده ووئيل چې ټول اتحاديان مونږ سره دي او د پاكستان تحريك انصاف په مشرتابه د مكمل اعتماد څرګندونه كوي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې مونږ د اپوزيشن د عدم اعتماد د تحريك د دفاع كولو پوره صلاحيت لرو، د پي ډي اېم په خپلو صفونو كښې يووالې نشته.
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ