اسلام آباد 07جون (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي د پاكستان د معاشي پرمختګ ستائنه ټوله نړۍ كوي٬په هېواد كښې د معاشي استحكام ګټه به عام وګړي ته ورسي٬ګراني به اوس ورو په ورو كمه شي۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان پرمختګ كوي٬د پي ټي آئي غړي متحد دي او د دې عكاسي به د بجټ په مهال وشي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د نجي ټي و ي چينل په پروګرام په خپلو خبرو كښې وكړی۔ده ووئيل چې كله د پاكستان تحريك انصاف حكومت راغلو نو مونږ ته تباه شوے معيشت پاتې شوے ؤ٬د هېواد ټولې ادارې په خساره وې٬د كرنټ اكاؤنټ خساره 20 اربه ډالر وه٬ده ووئيل د كورونا وبا صورتحال باوجود هم د پاكستان معيشت چې څنګه پرمختګ كوي ټوله نړۍ زمونږ د حكمت عملۍ ستائنه كوي۔ده ووئيل د اوسني حكومت په دور كښې په ترسيلات زر كښې رېكارډ اضافه شوې۔د كرنټ اكاؤنټ خساره د تېرو 11 مياشتو نه په ګټه روانه ده٬حكومت د كركيلې څانګې پرمختګ لپاره لويې اقدامات كړي۔ ده ووئېل د هېواد برآمدات زيات شوي ۔ده ووئيل د پاكستان د معاشي پرمختګ ستائنه ټوله نړۍ كوي٬په هېواد كښې د معاشي استحكام ګټه به عام وګړي ته ورسي او ګراني به اوس ورو په ورو كمه شي۔
د پاكستان د معاشي پرمختګ ستائنه ټوله نړۍ كوي٬په هېواد كښې د معاشي استحكام ګټه به عام وګړي ته ورسي٬ګراني به اوس كمېږي٬د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی