اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي روغتيا په اړه خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان وئيلي دي مونږ ريسرچ كوو چې د ايډز درملنې لپاره دراوګان جوړ كړو ،دا يو ښه خبر دے خو د دې باوجود د شميرې له مخې د ايډز رنځوران مخ په زياتېدو دي۔ د ايډز نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا كښې ده ووئيل نړۍ دا غواړې چې تر 2030 دا رنځ ختم كړے شي خو دې لپاره زياتو كوټلو اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دې رنځ ختمولو لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل زه د ټولو شراکت دارو مننه كوم چا چې د ايډز ختمولو كښې خپل كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل دې سره سره د پاكستان حکومت هم دا ذمه واري ده چې راروانو كلونو كښې يوه داسې پاليسي جوړه كړي كومه چې د رنځ د تشخيص نه تر درملنې ټول اقدامات باوري كړي۔ده ووئيل دې لپاره فنډز ته اړتيا ده۔ده ووئيل ګلوبل فنډز دې لپاره زيات فنډز وركړے خو د پاكستان حكومت به هم دې لپاره فنډز بېلوي ،د دې مقصد دا دے چې كوم وګړي د دې رنځ له امله ځپلې شوي د هغوې تشخيص وشي او تشخيص نه پس ئې درملنه وكړې شي۔
مونږ ريسرچ كوو چې د ايډز درملنې لپاره داروګان جوړ كړو، د وزيراعظم قامي روغتيا لپاره خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان د ايډز نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha