اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان او چين موجوده ځانګړې مشرتابه د پاك د پاك چين ملګرتيا نوې افق ته رسولې٬د چين حكومت لخوا اېف نائن پارك ته د 848 كلوواټ توان ډالۍ د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې كولو له به مرستياله وګرځي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ اېف نائن پارك كښې د چين حكومت په مرسته د شمسي توان 848 كلوواټ ب??ېښنا منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې مهال پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ او اقتصادي چارو ډويژن سېكتر طارق باجوه يوه دستوره كښې يادګاري دستاوايزات لاس ليك كړه۔د خزانې وزير پھ دې مهال ??سلام آباد لپاره د چين حكومت لخوا پھ دې ډالۍ د چين حكومت او پاكستان كښې د چين سفير مننه وكړه۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا د هماليه نه ډنګه٬د سمندرونو نه ژوره او د شاتو نه زياته خوږه ده۔په روانو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ځانګړې مشرتابه دا ملګرتيا افق ته رسېولې۔ده ووئيل د وزيراعظم نواز شر??ف پھ مشرۍ كښې به سي پیك د هېواد تقدير بدل كړي۔اسحاق ډار ووئيل اوسني حكومت توان ته خاص پام لرنه كړې او په مېګا پروژو كار روان دے۔ ده ووئېل تر 2018 به هېواد څخه لوډشېډنګ بيخي ختم كړی شي۔په دې مهال پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډانګ هم خطاب وكړو۔ده ووئيل اېف نائن پارك د اسلام آباد مركزي پارك دے كوم چې د قائداعظم محمد علي جناح خور فاطمه جناح په نوم جوړ شوې۔د قائداعظم د زېږېدنې ورځ 25 دسمبر په حقله هم د دې اهميت زيات دے۔ده د چين كمپنو او پوهانو هڅو ستائنه وكړه چا چې پ?? ټاكلې موده كښې 2 مياشتې وړاندې منصوبې بشپړ?? كړی۔دستورې ته د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر طارق باجوه او د مېټرو پولټين كارپورېشن اسلام آباد شېخ انصر هم خطاب وكړو او د چين سفير مننه يې وكړه۔
د پاكستان او چين مشرتابه د پاكستان او چين ملګرتيا نوې افق ته رسولې
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina