اسلام آباد 14 جولائي (??ے پي پي) د بشري حقونو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې روشن خورشيد بروچا وئيلي دي چې پاكستان تل په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غندنه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سر?? په خبرو كښې هغې ??وئ??ل چې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په مهال ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان او ژوبل كړي دي۔ هغې د كشميري وروڼو او خوئېندو په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره د ملګرو ملتونو څخه د كشمير د صورتحال جاج اخستلو لپاره د پلاوي لېږلو غوښتنه هم وكړه۔ هغې ??وئ??ل چې هند په مقبوضه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي او د ملګرو ملتونو معائنه كوونكې ډله هم بې لارې كوي۔ هغې ??وئ??ل چې د كشمير خلق د خپلواكې خپل بنيادي حق لپاره سوله ايزې هڅې كوي۔ د ټولټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ??وئ??ل چې ټولټاكنې ب?? په خپل ټاكل شوي وخت كېږي۔ د افغان كډوالو په اړه هغې ??وئ??ل چې افغان كډوال د كال 1970م څخ?? په پاكستان كښې موجود دي٬ بايد دوي اوس خپل هېواد ته ستانه شي۔
پاكستان تل په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غندنه كړې۔ د نګران وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچا نجي ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت