اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چ??ئرمېن ??اد?? سنجراني وئيلي دي د ليبيا او پاكستان اړيكې د چا نه پټې پناه نه دي٬ ليبيا بايد د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده وكړي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په اقت??اد?? ٬ تجارتي ٬ تعليمي او دفاعي كچه همكارۍ ته بايد لا تقويت وركړے شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ليبيا د پارلېمنټ دوهم اسپيكر فاوزي الطاهر النويري په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د شورؤ په ورځ ده سره په پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شول په دوه اړخيزه همكارۍ او په پارليماني او تجارتي كچه د پلاويو په تبادله كښې د تندۍ په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چ??ئرمېن ??اد?? سنجراني وو??يل د ليبيا او پاكستان اړيكې د چا نه پټې پناه نه دي٬ ليبيا بايد د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده وكړي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په اقت??اد?? ٬ تجارتي ٬ تعليمي او دفاعي كچه همكارۍ ته بايد لا تقويت وركړے شي۔ ده وو??يل د ليبيا خلق لويې زړه لري ٬ پاكستانې اولس د ليبيا د صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاره دي۔ ده وو??يل د پاكستان او ليبيا ترمينځه په سركاري او ډپلومېټك پاسپورټ د وزېر نه غېر د سفر كولو په لوظنامه بايد عمل درآمد وكړے شي۔ د سېنېټ چ??ئرمېن وو??يل د اعلی كچې پلاويو دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ دائره لا پراخا شي او هيله ده چې دا دوره به په اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو پېشه خېمه ثابت شي۔ ده وو??يل د پاكستان او ليبيا ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په شريكو اقدارو او اقت??اد?? ګټو اډانه دي۔ دوهم سپيكر فاوزی الطاهر النویری د سېنېټ چ??ئرمېن ته د ليبيا دورې كولو بلنه وركړه۔ دوهم سپيكر فاوزي الطاهر النوېري وو??يل چې ليبيا او پاكستان دواړه بلها قدرتي وسائل لري ٬ د دې غوره استعمال سره د دواړو هېوادونو ضرورتونه ترسره كېدې شي۔ ده وو??يل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ مېشته موقعو څخه به استفاده كوؤ۔ ده وو??يل د پاكستان په دوره كولو راته ډېره خوشحالي شوې ده۔ ده وو??يل ليبيا پاكستان سره د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده زياته كړه چې په پارليماني كچه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ
د ليبيا او پاكستان اړيكې د چا نه پټې نه دي٬ ليبيا بايد د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده وكړي٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون