اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په سپارښتنه د فاټا اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره خارجه سلاحكار س??تاج عزيز د قامي اسمبلۍ سپيكر او د مخالفې ډلې مشر س??ه ملاقات كړی او سپيكر د فاټا سباؤن لپاره په قامي اسمبلۍ كښې بحث پیل كولو لپاره د ستمبر 2مه نېټھ ټاكلې ده ۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د لارښودنې تر مخه د سېفران وزارت د فاټا اصلاحاتو د كمېټۍ په وړاندېزونو د ټول هېواد څخه رائې ترلاسه كولو لپاره عام وېب پاڼه د وړاندې نه جوړه كړی۔د دې سره د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ راپورونه هم ټولو وفاقي وزارتونو٬اعلٰی وزيرانو٬جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ٬آرمي چيف٬نيول چيف٬ټولو آرمي كور كمانډرانو٬ډي جي اې?? آئي اے او آئي بي وغېره ته هم لېږلې شوي دي۔وزيراعظم كمېټۍ ته د كے پي كے حكومت او د فاټا د پارلمان غړيو سره هم راتلونكې اونۍ د ملاقاتونو امر كړے دے۔ده دا سپارښتنه هم كړی چې د فاټا په اړھ دې په قامي كچه رائې هم ترلاسه كړی شي۔وزيراعظم ??وئ??ل د فاټا اصلاحات قامي پرمختګ لپاره ضروري دي او مونږ به پھ فاټا كښې غربت او د كلونو نه نظرانداز شوې مسئلې ختمې كړو۔وزيراعظم ??وئ??ل پھ سيمه كښې د غربت شرح ډېره زياته ده او پرمختيائي اشاريې تر ټولو كمې دي۔دلته د بشري حقونو وضعه هم ښه نه ده۔ده ??وئ??ل دا وخت دے چې مونږ فاټا په سياسي او اقتصادي مركزي چوكاټ كښې شامله كړو او د هېواد پاتې برخو سره ئې يو برابر كړو
د وزيراعظم محمد نواز شريف په سپارښتنه د فاټا اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره خارجه سلاحكار سرتاج عزيز د قامي اسمبلۍ سپيكر او د مخالفې ډلې مشر سره وليدل
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania