ډيووس 18 جنوري (اے پي پي)د پراكټر اينډ ګيمبل چف ايګزېكټيو افسر ډيوډ ټېلر د شورو په ورځ پاكستان كښې سرمايه كا??ۍ له د ښه چاپېرچل ستائنه كولو سره وئېلي دي پاكستان كښې د معاشي ښه والي كرېډېټ د او??ني حكومت درناوے دے۔ده دا خبره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع وزيراعظم محمد نواز شريف سره د ملاقات په مهال وكړه۔ډيوډ ټېلر ووئيل پاكستان د تېر وخت په مقابل كښې په بشپړه توګه يو بدل شوې هېواد دے او د ټولې نړۍ كاروباري طبقې لپاره په زړه پورې ځائ دے۔ده ووئيل زه د هېواد معيشت پھ حقله حقيقت خوښې يم او زه په هېواد كښې د كاروباري چاپېرچل ښه والي له د وزيراعظم محمد نواز شريف ذاتي ھڅې ستائيم۔ده ووئيل پاكستان كښې د كاروباري څانګې لپاره وضعه ښه شوې او د نړيوالو سرمايه كا??و لپاره پاكستان ښه هېواد دے۔ده ووئيل زمونږ كمپني ځايې صارفينو له معياري څيزونه وركوي۔ده ووئيل د حكومت مثبته روي سره زمونږ كمپني پاكستان كښې خپل آپرېشن ته پراختيا وركول غواړي
وزيراعظم محمد نواز شريف سره د پراكټر اينډ ګيمبل چيف ايګزېكټيو افسر ډيوډ ټېلر وليدل
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا