اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) دسېنېټ غړو وئيلي چې د پېښور په ځانمرګي بريد كښې د هارون بلور شهادت په امنيتي ??نت??اماتو سواليه نښه ده۔ هارون بلور د خېبر پختونخوا د سياست ځلنده ستورې وو?? د هارون بلور شهادت سره د ترقي پسند ??وتونو او جمهوريت پلويانو زيان شوې۔ كه ټاكنو لپاره محفوظ چاپېرچل او امنيت ??ه وي نو كانديد به د ټاكنو مهم څنګه روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې پېښور كښې د ځانمرګې بريد په نتيجه كښی د خېبر پختونخوا اسمبلۍ كانديد هارون بلور شهادت پېښې غندنه كولو سره سناتور طاهر بزنجو ووئيل په كال 2008ء او 2013ء كښې هم دا ډولې پېښې رامخې ته شوې وې۔ ده ووئيل مونږ ددې پېښې په سختو ټكو غندنه كوؤ۔ كه امنيتي ??نت??امات ښه وې نو كېدې شي دا پېښه رامخې ته شوې ??ه وه۔ سکندر میندھرو ووئيل د پيپلز ګوند ??خوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ پاكستان او جمهوريت لپاره د هارون بلور او دده د كورنۍ قرباڼۍ به بې ځايه نه ځي۔ سېناتور بهره مند ??وئيل په دې سخت وخت كښې پيپلز ګوند بلور كورنۍ سره ولاړ دے۔ ده ووئيل امنيتي ??نت??امات به لا ښه كول وي۔ سناتور اعظم موسیٰ خېل ووئيل حالات ښه پلو روان نه دي۔ د پختونخوا ملی عوامی پارټۍ لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ سناتور شبلی فراز ووئيل بلور كورنۍ دا مهال د سوګ په كېفيت كښې ده۔ دا وړاندې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې او د وارې هم دا په نښه كړې شوه۔ سناتور پروېز رشيد ووئيل بلور كورنۍ پاكستان لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي مونږ ددې كورنۍ په دړد او غم كښې شريك يو۔ سېناتور مولا بخش چانډيو ٬ سناتور محمد علی سېف ٬ سناتورې ګل بشریٰ ٬ سناتور چوهدری تنویر ٬ سناتور مصدق ملك او نور غړو هم د پېښور چاؤدنې غند??ه وكړه او د هارون بلور كورنۍ سره ئې خواخ??ږي ښكاره كړه۔
د هارون بلور شهادت په امنيتي انتظاماتو سواليه نشان دے
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ