كراچۍ 08 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې مونږ هڅه كوو چې پاكستان پرمختګ وكړي٬ د كراچۍ نه تر پیښور به موټروے جوړولې شي٬د بلوچستان په هر ځاې سړكونه جوړېږي٬د برېښنا او ګاز كمې به لرې كولې شي٬د حكومتي اقداماتو له امله كاروباري هلې ځلې زيات شوې دي٬ برآمدات زياتولو له د بېلا بېلو تجويزنو جاج اخلو٬د كراچۍ سټاك ايكسچېنج 1000 انډېكس سره د 40 زره په لوړه كچھ دے۔ د زيارت په ورځ د سټاك ايكسچېنج ښه كمپنو له ايوارډ وركولو دستورې ته په خطاب كښې ده ووئيل د پرمختګ يو نوې دور پېل شوې٬ تر 2018 به د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړې شي٬ د برېښنا پېدا كولو لپاره نه يوازې ټول هېواد كښې كارخانې لګول كېږي بلكې ارزانه برېښنا هم ترلاسه كوو۔ د پي آئي اے او رېلوے پشمول ټولې ادارې به ښه كولې شي٬ ده ووئيل مونږ ھڅه كوو چې د پاكستان ټولې څانګې پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل د اوسني حكومت په دور كښې د سټاك ايكسچنج پشمول ټولو څانګو پرمختګ كړې٬ ده ووئيل ټوله نړۍ دا وائي چې د پاكستان سټاك ايكسچنج د نړۍ په ښه سټاك ايكسچنجز كښې شامل دے۔ د پاكستان ميكرو اكنامك اعشاريې ښې دي٬د پورټ قاسم پشمول ټول هېواد كښې د برېښنا كارخانې لګوو۔ ده ووئيل د بانكونو نجكارۍ سره بانكونو ګټھ وركول پیل كړي۔ ده ووئيل د نجكارۍ سره بې روزګاري نه بلكې هېواد كښې روزګار زياتېږي۔ ده ووئيل چې د ټېكسونو په وصولۍ كښې 60 فيصده زياتوالې شوې۔ ده ووئيل د 1972 نه پس د ادارو نېشنلائزېشن سره د هېواد معاشي زيان شوې٬په سفارښتونو بهرتۍ شوې دي۔ معيشت هم خراب شوے٬مونږ دا ټول صورتحال ښه كړې او د پرمختګ مزل مو روان ساتلې۔ ده ووئيل په 1991 كښې نجكاري پېل شوې٬د موټروے پشمول پرمختګ او سوكالۍ پروژې پیل شوې٬ دا وخت د كراچۍ نه تر لاهور په موټروے كار روان دے٬د ټول هېواد كارخانو ته 100 فيصده برېښنا وركړی كېږي٬مونږ ټولې چارې سمې كړې۔ ده ووئيل درې كاله وړاندې چې كله مونږ حكومت سنبال كړو نو د سټاك ايكسچېنج 100 انډېكس سره 19 زره وو اوس 40 زره ته رسېدلې۔ ده ووئيل د كراچۍ نه تر حېدرآباد او د حېدر آباد نه تر سكهر٬ملتان موټروے پروژه به ډېر زر بشپړه شي دغسې د ټول هېواد سيمې به د موټروے د لارې تړلې شي۔ ده ووئيل حكومت جاج اخلي چې مونږ نور مراعات څنګه وركړو دغسې چې برآمدات زيات شي۔ ده ووئيل د برآمد كنندګان په لار كښې ولاړ خنډان به لرې كولې شي۔ ده ووئيل د تېرو حكمرانانو څخه دې وپوښتلې شي چې هېواد يې تيارو سره ولې مخ كړې۔ ده ووئيل مونږ معاش?? صورتحال ښه كړې و پاكستان د پرمختګ په پلو روان دے۔ وزيراعظم د كراچې سټك ايكسچنچ صدر منير كمال ته پېرزوينې وړاندې كړې۔ دستورې ته د خزانې وزير اسحاق ډار هم خطاب وكړو۔
د اوسني حكومت په دور كښې د سټاك ايكسچنج پشمول ټولو څانګو پرمختګ كړی۔ وزيراعظم محمد نواز شريف
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا