اسلام آباد 22 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي د وزیراعظم نواز شریف متبادل نه په كومې نامې غور روان دې او نه كيدې شي، نواز شریف وزیر اعظم دے او وي به ، ډنډورې كونكې به يو ځل بيا دروغ ثابت شي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل مسلم لیګ (ن) او ټول قام د وزیراعظم محمد نواز شریف په حمایت كښې يو موټې دې، د مسلم لیګ(ن) قائد محمد نواز شریف وزیراعظم دې او وي به۔ دې ووئيل د وزیراعظم په ضد نه کومه مقدمه شته او نه څه ثبوت۔ دې ووئيل د وزیراعظم نواز شریف متبادل نه په كومې نامې غور روان دې او نه كيدې شي، نواز شریف وزیر اعظم دے او وي به ، په میدیا ډنډورې كونكې به يو ځل بيا دروغ ثابت شي۔ دې ووئيل د وزیراعظم نواز شریف په ښه قیادت كښې به پاکستان د پرمختګ لوئ مقصد او د اولس د سوكالۍ منزل ترلاسه كړي۔
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس