اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو او د مسلم ليګ(ن)لارښودو وئېلي دي تحريك انصاف پھ وزيراعظم محمد نواز شريف د لګوونكو تورونو په حقله عدالت ته هېڅ ثبوت وړاندې نكړو٬وزيراعظم به لكه د پخوا په عزت سره بري كيږي۔د نهې پھ ورځ ستره محكمه كښې د پانامه ليكس كيس اورېدنې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د تحريك انصاف مشر عمران خان د بني ګاله څخه خبرې كوي خو د هغه وكيل په عدالت كښې د لګولې شوو تورونو په حقله هېڅ ثبوت وړاندې نه كړو۔د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي مېډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل په وزيراعظم محمد نواز شريف پھ تېر وخت كښې هم بې بنسټه تورونه لګولې شوي وو خو مونږ به دا په عدالت كښې ثابتوو چې د نواز شريف ټوله كورنۍ ايمانداره ده او هغه به پھ دې كيس كښې هم په عزت سره بري كيږي۔د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل مسلم ليګ(ن)نه غواړي چې دا مهم كيس اوږد شي ځكه چې دا د چا په ګټھ هم نه دے۔دې ووئيل عدالت كښې جې چا تورونه لګولي هغه وړاندې هم ناكامه شوي او سباؤن كښې به هم ناكامۍ سره مخ كېږي
تحريك انصاف پھ وزيراعظم محمد نواز شريف د لګولې شوو تورونو په حقله عدالت ته هېڅ ثبوت وړاندې نه كړو
مضمون کا ماخذ : sorteios quina